کرزی او مرستیالان يي، افغانان په جنګ اچوي !
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

      

له هغه وخته چې کابل کې د ښوونې او روزنې پوهنتون د اسلامي جمعیت د سرخېل برهان الدین رباني په نوم نومول شوی، د هغه پوهنتون محصلان لاریونونه کوي او وايي چې دا پریکړه ځکه نه مني چې د سیاسي موخو پر بنسټ شوې او حکومت باید خپله پریکړه بېرته واخلي !

په داسې حال کې چې ولسمشرکرزي خپله څو ځلې ویلې چې د زده کړي مرکزونه،  نه ښايي سیاسي شي او یا د سیاسي موخو لپاره وکاریږي، خو د رباني په نوم چې د یوه سیاسي ــ جګړه مار تنظیم سرخېل او په کورنیو جګړو کې طرف پاتې شوی او په افغانانو کې یو متنازع شخص پېژندل شوی، د ښوونې روزنې پوهنتون په نومولو سره کرزی خپلې پخوانۍ ټولې پریکړې ماتې کړي او داسې ښکاري چې دا پریکړه، کرزي د جمعیت تنظیم او د خپل لومړي مرستیال قسیم فهیم د خوښۍ لپاره کړې وي !

اوس که چیري حکومت د رباني په نوم د نوموړي پوهنتون لوحه راکښته نه کړي او محصلان خپله داسې اقدام وکړي او بېرته پخوانې لوحه ولګوي، استدلال کولای او ویلای شي چې دوی د دولتمشر پخوانۍ ویناوې او ژمنې پلې کړې دي . لومړی خو په کار دا وه چې حکومت خپله داسې پریکړه نه وای کړی او یايي بېرته خپله لانجمنه او جګړه ماره پریکړه اخیستی وای، خو که حکومت داسې نه کوي او د هغه پرځای محصلان پخوانۍ لوحه ولګوي او په حقیقت کې د دولت کړي ژمني پلي کړي ، په دې صورت کې به د دولت غبرګون څه وي یا په بله ژبه په دې ځانګړې پېښه کې به د قسیم فهیم او جمعیت اقدام څه وي؟

ولسمشر کرزي نن د اکتوبر په دریمه، د ښوونې روزنې پوهنتون له یو شمېر ناراضي او نیوکګرو محصلانو سره په کتنه کې هغو ته ویلي چې ولسمشر « د دې جنجال د اوارۍ لپاره د برهان الدين رباني زوى او د سولې عالي شورا له رييس صلاح الدين رباني سره د محصلينو کتلو لپاره وخت اخيستى، چې په دې اړه د هغه خوښه وارزوي، خو تېر او اوسنيو حالاتو ته په کتو داسې نه ښکاري، چې د جمعيت ګوند به د خپل مشر په نوم له نومول شوي پوهنتون څخه تېر شي. جمعيت ګوند په اوسني حکومت کې ستره ونډه لري او دهرې دې ډول پرېکړې په اړه دهغوى نظر اخيستل لازمي ګڼل کېږي. محور ورځپاڼه »

محور ورځپاڼه وايي، ولسمشر کرزي محصلينو ته ويلي« د ښوونې روزنې پوهنتون نوم بدلولو څخه زما هدف داو، چې په افغانستان کې د سياسي ګوندونو ترمنځ يووالى راشي او سياسي تربګني نوره پایته ورسږي، ما فکر نه کاوه، چې له دې مسلې به دومره لويه ستونزه رامنځته کېږي.»

په پورته خبرو کې بیا هم کرزی محصلانو ته ریښتیا نه وايي ، څنګه کېدای شي چې ولسمشر دې د افغانستان د لومړي مسول شخص پتوګه یوه متنازع سړي ته د ملي ګټو ضد مصلحتونو  پر بنسټ د ملت له جیبه د پیرزوینو، په بدو پایلو ونه پوهیږي !

کله چې ولسمشر دې کچې ته نزول کوي چې یو هیڅکاره ( د رباني زوی صلاح الدین ) ته د خپلې ختا د جبران لپاره پنا وړي ، په ځاګړې پېښه کې دې د محصلانو او په ټوله کې دې د افغان ملت خدای مل شي !

کومه نادوده به دې یوسم

چې ناکردۍ دې یادوم ژړا راځینه

د بیات بنسټ د تلویزیوني خبر له مخې د اکتوبر په دوهمه په بلخ کې یو شمېر زده کوونکو، د رباني په نوم د پوهنتون له نومولو څخه ننګه وکړه او ددې پرځای چې د ښوونې او روزنې د پوهنتون د محصلانو چې د دوی د صنفي ګټو ملګري ګڼل کیږي، په ملاتړخپل غږ اوچت کړی وای، په یوه پاروونکي اقدام لاس پورې کړ او د خپلو صنفي ګټو د شریکباڼو په مخالفت کې ودریدل !

که سبا ته د هیواد د نورو پوهنتونو او ښوونځيو زده کوونکي د ښوونې او روزنې د پوهنتون په ملاتړ چې حق د دوی په لور دې، ودریږي او یو شمېر نور زده کوونکې بیا د دوی په مخالفت کې پورته شي او شخړه او لانجه نوی ابعاد ونیسي ، په داسې حال کې د پېښو اصلي عاملین او مسولین څوک دي ؟

باید په غوڅه وویل شي، په دې شخړه کې که سبا هر څه پېښيږي ، سرچینه يي کرزی او جمعیت دی او پړه يي تر نورو لومړی د کرزي او د هغه د مرستیالانو پر غاړه ده !

بله پېښه چې له دې هم حساسه ده، د ولسې جرګې لخوا بسم الله محمدي چې د کورنیو چارو په وزارت کې د قوم ، سمت ، ژبې او تنظیم پالنې او بلخوا د فساد او رشوت په جرم له دندې ګوښه شو، د تړلو دروازو تر شا د کرزي او فهیم په معاملې سره د کورنیو چارو وزارت څخه پر مهم پست ، د ملي دفاع د وزیر پتوګه پر ولسي جرګې وتپل شو . پر دې چوکۍ د محمدي د کښينولو په ورځ ، فهیم په بدماشۍ سره وايي چې د لوی درستیز چوکۍ هم باید د ملي امنیت د ریاست د چوکۍ پشان یوازې د دوه کلونو لپاره ( په اجاره ! ) ورکړل شي یانې اوسني لوی درستیز چې نظار شورا يي خپلو شومو موخو ته خنډ بولي له مخې ایسته شي . دلته د فهیم موخه دا ده، څو وځلوي چې دده او کرزي تر منځ  پریکړه شوي چې د ملي دفاع وزارت به په ټوله کې د جمعیت او نظارشورا د لنډه غرو په لاس کې برمته وي او څه چې فهیم وايي هغسې به کیږي او محمدي به يي پلي کوي .

بېځایه نه ده چې د اکتوبر په دوهمه محمدي، د فهیم هغه لارښوونې چې پر چوکۍ دده د کښینولو په ورځ يي کړې وي په نوي بڼه تکراروي او په ټینګار سره وايی چې نوموړی به د ملي دفاع وزارت د سمتي ، ژبني توپیرونو او له فساد او رشوت څخه هسې پاک کړي لکه څنګه چې يي د خپل ماموریت په مهال د کورنیو چارو وزارت له دغو ناولتیاوو، جارو کړی وو!

 البته ټول افغانان په دې پوهیږي چې محمدي د همدغو ناروغیو په لامل د ولسې جرګې لخوا د کورنیو چارو وزارت څخه وشړل شو!

د محمدي له نویو لاپو ښکاري چې غواړي د ملي دفاع وزارت نورهم په ژبنیو، سمتي او تنظیمي ناولتیاوو ککړ کړي لکه چې مخکې يي د کورنیو چارو وزارت پرې لړلی وو. د محمدي غوړې او خوږې ژمنې، په حقیقت کې هغه پټې چلوټې رابرڅېروي چې دفاع وزارت کې يي نظارشورا او جمعیت  په تېره بیا پښتنو لپاره تر سترګو لاندې لري.

په ښکاره د سمت ، ژبې او تنظیم په مخالفت خبرې او لاپې خو عمل کې د همدغو ناولتیاوو په مټ د خپل بانډ د پیاوړتیا  لپاره هلې ځلې !

دلته د ژبني تربګنیو په اړه ، د محمدي یوه چلند ته د بېلګې پتوګه اشاره کوم . د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ننګرهار ولایت د ګوشتې ، کامې او د مومندو د قوم مشرانو او سپنیږیرو ته چې د دوی پر سیمو د پنجابي راکټونو په تړاو په یوې غونډه کې راټول شوي وو، محمدي په پاړسو غږیږی او نه غواړي په پښتو خبرې وکړي. په داسې حال کې چې د غونډې ډيری سپينږیري او مشران په پاړسو نه پوهیږي او محمدي ورته په پنجشیرۍ لهجه وینا کوي . ایا محمدي د یوه وزیر په توګه په پښتو نه پوهیږي او که د تعصب له مخې نه غواړي چې پرې وغږیږي ؟ !

ایا ولس د داسې وزیر په ویناوو او خبرو هغه هم د جګړې په مهال، باور کولای شي چې نه غواړي د دوی په ژبه وغږیږي او د جګړې دردونه او ستونزې ورسره د دوی په ژبه شریکې کړي ! ژبنی تعصب څه ته وايي ؟

اوس کله چې نوموړی په ملي دفاع وزارت کې د ژبني تعصب په اړه خبرې کوي ، موخه يي څوک دي ؟ ایا پښتانه او پښتو ژبي نه دي ؟ د ژبني تعصب تر نوم لاندې له وزارته څوک شړي، ایا د نظارشورا او جمعیت غړي، که پښتانه !

اوس د لمر پشان ښکاره ده ، څوک چې په کمزوریو او ناروغیو له یوې دندې ګوښه شي او له هغې څخه په لوړه دنده وګمارل شي، داسې کار یوازې د کرزي او د هغه د نازولو مرستیالانو په مهال د تصور وړ دی .

 پردې سربېره ، کرزی او مرستیالان يي په روستیو نورو ګمارنو سره چې طبعآ د پردې شاته لومړی دوی خپلو کې سره مشوره کوي، ملت او دولت په نوي کړکیچ کې ورښکېلوي او د ناامنیو په دوام کې خپله بقا لټوي!

دا مهال کرزی او مرستیالان يي د څو نورو لوړپوړوغلو سره په ګډه ، د حکومت او ولس په جنګولو کې دومره ماهر شوی چې پایلې يي ناټو سره د پاکستان، طالبانو او ترهګرو له جګړې، څه کمښت نه لري.

هرڅونه چې په کور دننه د طالبانو، ترهګرو او نورو توندلارو جګړه زوراخلي او د ډیورنډ کرښې پر بره غاړه پنجابي راکټونه شدت مومي هومره د کرزي او مرستیالانو په سرخیلۍ د دولتي مافیا غاښونه او داړي د افغانانو په غوښو او هډوکو کې ورښخیږي او له ولس سره د دوی جګړه هم نوی او لوړ پړاو ته ورداخلیږي .

داسې ښکاري چې د نظارشورا او جمعیت په سرخېلۍ دولتي مافیا ، طالبان او مذهبي توندلاري او پنجابي راکټونه له یوه ځایه رهبرې کیږي او دریواړه په ګډه افغان ولس له پښو غورځوي !

افغانان باید خپل دریواړه غلیمان وپيژني او په وړاندې يي د ټينګې مبارزې لپاره خپلې لیکي نږدې او پیاوړي کړي !

د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر ۳ مه

 


October 4th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات